خوست کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند صحرا باغ سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۴۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نیازي لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې سیالې الماس لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
