بامیان مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د ورس ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ياد ولايت د مرکز په کوه بابا ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ورس مقيم باميان په نوم د فوټسال خزاني سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ستاره های برتر ورس لوبډلې خپلې سيالې وحدت ورس لوبډلې ته د ۳/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ د ورزش دودول او د ورس ولسوالۍ ځوانانو ته سالمه تفرېح برابرول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
