کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايله کې لومړی اخرالاوق د الهام له لوري او دويم اخرالاوق د سمیع الله پهلوان له لوري خوسی يې تر حلالې دایرې ورسوه او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول، د چاپندازنو هڅول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و.
رشد و توسعه ورزش عنعنوی بزکشی، تشویق چاپندازان و فراهمسازی زمینه تفریح سالم برای مردم، از اهداف برگزاری این مسابقات عنوان شده است.
