غزني کې د واکو کيک بوکسينګ لومړی پړاو سیالۍ وشوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واکو کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولتي جمنازيوم کې له ۱۰ ولايتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينګ لومړی پړاو سیالۍ د کابل لوبډلې په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې کابل لومړی، زابل دويم او غزني ولايت بیا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ورزش ته وده ورکول، د ورزشي استعدادونو موندل او د ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و.
