د بامیان مرکز کې له ۱۷ کلنو کم عمره د فوټبال ليګ پیل شو
د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په ورزشي سټيډيوم کې له ۱۷ کلنو کم عمره څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټبال ليګ پیل شو.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې خپلې سيالې ذوالفقار لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانو استعدادونو موندل او د سياليو زمينه برابرول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
