سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک ښار کې د ۵۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو صفت پهلوان يو اخرالاوق ترسره کړ او خوسی يې تر ټاکلې دایرې ورسوه او د نغدي ډالۍ ګټونکی شو.
د يادو سياليو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
