د سنوکر درې کسيزه لوبډله د سنوکر نړيوال جام سياليو کې د ګډون په موخه عمان ته ولاړه
د سنوکر ملي فدراسيون درې لوبغاړي او يو پلاوی د سنوکر نړيوال جام سياليو کې د ګډون په موخه عمان ته ولاړل.
ياد لوبغاړو له سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ سره وليدل؛ په دغه ليدنه کې، د ورزش ادارې رهبري د لوبغاړو د هڅو او زحمتونو د ستاينې ترڅنګ دوی ته په راتلونکو سياليو کې د برياوو غوښتونکی و او هيله يې وښوده، چې په دغو سياليو کې په ښه ځلېدو سره هېواد ته نور وياړونه هم راوړي.
د يادولو وړ ده، چې د سنوکر نړيوال جام سيالۍ به په انفرادي او ټيمي ډول د روانې نوامبر مياشتې له ۲۳ نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې د عمان په مرکز مسقط ښار کې ترسره شي.
