پکتيکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۵
پکتيکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې له بېلابېلو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د توان سبک سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په بېلابېلو عمري او وزني کټگوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې حکمت الله په ۳۵ کليو گرام وزن، سمير په ۵۰ کليو گرام وزن او اميرخان بيا په ۷۰ کليو گرام وزن کې لومړي مقامونه خپل کړل.

د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه د نويو استعدادونو موندل او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د هېواد د سوک وهنې پنځه کسيزه لوبډله د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون په موخه استانبول ته ولاړه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ او د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون درې ورزشکاران، يو روزونکی او د لوبډلې رئيس د ترکیې جمهوري ریاست جام سياليو کې د ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو ښوونځیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د میا عمر لېسې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۴:۲۶
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوتي. . .

BACK TO NEWS