خوست کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز اړوند منګسو سیمه کې د ۴۵ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سیمهییز کلب لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې پنزايي وحدت لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
