بلخ کې د ١١٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حیرتان ښارګوټي کې د ١١٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د ٥ جوړو لوبې مساوي او ٥٠ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
