پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۵۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د منګل منتخبې او یوسف پټان لوبډلو ترمنځ د یو-یو میدان په ګټلو سره مساوي پای ته ورسېده.
