زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون ورزشي جشنواره ترسره شوه
\د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون ورزشي جشنواره ترسره شوه.
په دغه جشنواره کې د دودیزو لوبو، آزادو نمایشاتو او رزمي لوبو بېلابېلې نندارې وړاندې شوې، چې موخه یې ورزش ته د خلکو هڅول، د ځوانانو ترمنځ یووالی او د سالم رقابت فرهنګ پياوړتیا ښودل شوې ده.
