لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اسلام آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې اسلام آباد لوبډلې ٣ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې کوټالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.
