خوست کې د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ ترسره شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند پښتونستان پارک کې له ۱۳ ولایتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور سیالۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې له کابل، پکتیا، خوست، میدان وردګ، غزني، کاپیسا، جوزجان، سرپل، فاریاب، بامیان، بغلان، هرات او غور ولایتونو څخه په څلورو عمري کټګوریو کې ۱۰۰ ورزشکارانو ګډن کړی و، چې په پایله کې یې د تنکیو ځوانانو په عمري کټګوري کې نعمت، د نویو ځوانانو په عمري کټګوري کې پروېز، د ځوانانو په عمري کټګوري کې مزمل او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوري کې بیا احسان الله لومړی مقام خپل کړ
