پکتيکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې پاليش ستورو لوبډلې خپلې سيالې سوپر افغان ب لوبډلې ته د ۲-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
