کندز؛ مرکز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز اړوند سپین زر ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۳۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.
