د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې بحرین ته ماته ورکړه
د فوټبال تر ۲۰ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له بحرین څخه د ۳ – ۱ ګولونو په توپیر وګټله.
افغانستان د دغو سیالیو په D ګروپ کې لومړۍ دو سیالۍ د اردن او تاجکستان پر وړاندې بایلودې او درېیمه یې له بحرین څخه وګټله.
دغه سیالۍ د ۴۴ هېوادونو په ګډون د بحرین په کوربهتوب د اګسټ پر ۳۱مه پیل شوي او د سپټیمبر پر ۶مې پای ته ورسېدې.
