کابل کې د لسو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سراسري ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د پهلوانۍ ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په ګډون د هېواد له ۱۰ ولايتونو څخه د ۲۰۰۰ څخه د زياتو ورزشکارانو ترمنځ د «قاري حيات الله رحماني جام» تر سرليک لاندې د پهلوانۍ ملي سراسري ټاکنيزې سيالۍ د ياد رياست په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې پيل شوې.
دغه سيالۍ به په درېيو عمري کټګوريو کوچنيانو، نويو ځوانانو او ځوانانو کې ترسره شي، چې په پای کې به يې له هرې کټګورۍ ۴۰، ۴۰ تنه د پهلوانۍ ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
د ويلو ده، چې يادې سيالۍ د کوچنيانو، نويو ځوانانو او ځوانانو کټګوريو کې ملي لوبډلې ته د غوره څېرو موندلو په موخه د پهلوانۍ ملي فدراسیون رئيس قاري حيات رحماني او نورو ورزشي مسولينو په شتون کې پيل شوې، چې پينځه ورځې به دوام وکړي.
