د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق په قرغیزستان کې د افغانستان له سفیر سره وکتل
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق په قرغیزستان کې د افغانستان له سفیر مولوي عبدالشکور ح.قاني سره وکتل.
په دې لیدنه کې د ورزش ادارې د رئيس ښاغلي وثیق له خوا د عشایرو په سیالیو کې د افغان ورزشکارانو د ګډون پر اړه معلومات وړاندې شول، چې په درېوو رشتو( وزلوبه، کورش او زور خانه یي) کې افغان ورزشکارانو ګډون کړی او د یادو سیالیو په ارزښت هم خبرې وشوې.
همدا ډول په دې لیدنه کې پر دې هم د نظرونو تبادله وشوه، چې څنګه د قرغیزستان او افغانستان ترمنځ ورزشي اړیکې لا پیاوړي شي، ښاغلي مولوي عبدالشکور حقاني هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د یادو اړیکو په لا پیاوړتیا کې به خپلې هڅې ونه سپموي.
