نورستان؛ مرکز پارون کې د برګمټال ولسوالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون ښار کې د برګمټال ولسوالۍ د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بدينشا لوبډلې خپلې سيالې بدموک اتلانو لوبډلې ته د ۲/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
