ننګرهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۵۹
ننګرهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار حاجي ایمل فوټبال لوبغالي کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

یادې سیالۍ د پهلواني راتلونکو سیالیو لپاره د لا ښه چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې درې شپې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵۰
Background image

خوست کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د ګلاب حیدرزي سوداګریز شرکت به مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز اړوند لکڼو سیمه کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، تیږې اچولو او رسۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

ارزګان؛ ترينکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په درې وزني کټگوریو کې ترسره شوې، چې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه سیالي کې ویتنام ته ماته ورکړه

د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ اسیا جام ساحلي فوټبال اسیایي سیالیو کې خپله درېیمه لوبه له ویتنام څخه د ٥ - ٢ ګولونه په توپیر وګټله.

افغان لوبډلې له دغو سیالیو خپلې لومړۍ دوه لوبې د. . .

BACK TO NEWS