پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې طلايي زمریانو لوبډلې له خپل ۳۳۴ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د لس منډو په توپیر یې خپلې سیالې باطور زلمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
