لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دلیل قلعه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې دلیل قلعه لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې مهترلام معیاري انسټیټوت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د سیمې خلکو ته د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۱ ورځې یې دوام وکړ.
