د فوټسال ملي لوبډلې ټایلنډ ته سیالي بایلوده

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۹:۱۵
د فوټسال ملي لوبډلې ټایلنډ ته سیالي بایلوده

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام په نوم سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي کوربه ټایلنډ ته د ۱ - ۶ ګولونو په توپیر بایلوده.

دغه سیالۍ کې د افغانستان لپاره یوازنی ګول محمد مرادي وواهه.

افغان ملي لوبډله خپله دویمه سیالي سبا( دوشنبه) د کابل پر مهال مازیګر ۶ بجې له ویتنام سره وکړي.

دغه سیالۍ د اګسټ پر لومړۍ پیل شوي او تر شپږمې به دوام وکړي، چې پر کوربه ټایلنډ او افغانستان سربیره د روسیې، ویتنام او نیوزلنډ فوټسال لوبډلې هم پکې ګډون لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ناوې او مارجې ولسوالیو د ۳۲ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې ناوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۱
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سردار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۰
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د قلندر آباد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS