هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بارک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بارک اتلانو لوبډلې د ۴ پر ۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې آریانا لکي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې ۴۵ ورځې یې دوام وکړ.
