دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
د دغو سیالیو په پایله کې رحمان لومړی، تایسون دویم او شیرعلي بیا درېیم مقام خپل کړ.
