زابل؛ مرکز قلات ښار کې د اوو ولایتونو تر منځ د قوت الرمي سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اوو ولایتونو څخه د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ دقوت الرمي سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ له زابل کندهار، ارزګان، غزني، پکتیکا، خوست او کابل ولایتونو د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې زابل لومړی، غزني دویم او کندهار بیا درېیم مقام تر لاسه کړ.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ دیوالی په موخه ترسره شوې،چي دوې ورځي یې دوام وکړ.
