هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مسلم لوبډلې د ٣ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې نوي عمري لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
