کونړ؛ مرکز اسعد آباد ښار کې د ٢١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار اړوند دم کلي کې د ٢١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دم کلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې دم کلي لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې کرهالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.
