پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٦ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٦ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې بخت محمد لومړی، محمد ایاز دویم او محمد جاوید بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.
