غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د پيشتازان ګلزار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې ۱۸ ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې پيشتازان ګلزار لوبډلې خپلې سيالې کادمي هما A لوبډلې ته د ۸/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
