غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په تېږه د نښې ويشتلو سيالۍ وشوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د غشې ويشتلو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په تېږه د نښې ويشتلو سيالۍ د اتحاد جاغوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې اتحاد جاغوري لوبډلې خپلې سيالې ذوالفقار لوبډلې ته د ۸/۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه په تېږه د نښې ويشتلو سياليو ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.
