زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کي ترسره شوې، چې په پایله کې د استاد احمد غلامي کلب ورزشکارانو لومړی او استاد راحت کلب ورزشکارانو دویم مقام ترلاسه کړ.
یادې سیالې د ځوانانو لپاره د سالمي تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
