هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۲۹
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې له هلمند، کندهار او فراه څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نظر سادات لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې نظر سادات لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې کندهار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۲۲:۳۰
Background image

کابل؛ د ملي اتل شاپور ځدراڼ جنازه په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شوه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ، چې جنازه یې تېره ورځ له هندوستان څخه هېواد ته راوړل شوه، نن یې د جنازې لمونځ د ګڼو مسوولینو او زرګونو هېوادوالو په ګډون د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۸
Background image

دایکندي؛ شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو دودیزې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د سرپل مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري او د اکټید موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته. . .

BACK TO NEWS