هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې له هلمند، کندهار او فراه څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نظر سادات لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نظر سادات لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې کندهار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
