ننگرهار کې د چپرهار ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې 

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۲۰:۵۴
ننگرهار کې د چپرهار ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې 

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د چپرهار ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د څپرو حسنزي او کنډي باغ ښوونيز مرکز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه څپرو حسنزي لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف کېښود، په ځواب کې کنډي باغ ښوونيز مرکز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۳ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې مياشتې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۲۰:۵۴
Background image

ننگرهار کې د چپرهار ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ دويم پړاو سيالۍ پيل شوې 

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د چپرهار ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د څپرو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۲۰:۴۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې


د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د اميد تغير اکاډمۍ د مسوولینو له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د اميد تغير اکاډمۍ د فوټبال پيش فصل سيالۍ پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۲۳:۱۴
Background image

کابل کې د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او رزش عمومي ریاست اړوند سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د ۶۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د کابل ولایت ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک،. . .

BACK TO NEWS