کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د هيچکلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې هيچکلي لوبډلې خپلې سیالې ابو احمد لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
