د ITTAF تکواندو فدراسیون مخینه

د ټي کوان هنر، دوه انسانانو کله چې دوی په ځمکه کې لومړی ګام اخیستی د خپل ځان د دفاع لپاره خپل لاسونه او پښې کارولي دي او دې فزیکي حرکتونو رزمي هنرونو ته وده ورکړې ده.
T په دی معنی چی په پښه باندی هدف ووهل شی، کوان معنی په لاس باندی په نښه ویشتل او دو معنی هنر، طریقه او اخلاق دی.
د تکواندو فدراسیون په 1390ل کال کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او المپیک ملي کمېټې په رسمي توګه ثبت شو او د کالاجان وفا د دغه رشتې د بنسټ ایښودونکي په توګه وپېژندل شو.
دغه فدراسیون په (هرات ، فراه ، غور ، کندهار ، خوست ، پکتیا ، تخار ، بغلان ، کندز ، بدخشان ، فاریاب ، کابل ، بادغیس او کابل) ولایتونو کې فعالیت لري.
د ITTAF تکواندو فدراسیون د ۱۴ نمایندګیو په درلودلو سره توانیدلی چې ډیر ورزشکاران ټولنې ته وړاندې کړي.
یاد فدراسیون د ورزشکارانو شمېر په مرکز او ولایتونو کې ۳۰۰۰ ته رسېږي او دغه فدراسیون په مرکز او ولایتونو کې ۶۴ فعال کلپونه لري.
د دغه ورزش د ملي ټیم د غړو شمېر چې عصریه کې شامل دی ۳۰ تنو ته رسېږي.
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۱۳۹۷ کال کې د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنو په تر سره کولو سره د ګلاجان وفا وکولای شول چې د مثبتو رایو په اکثریت سره د تکواندو فدراسیون د رئیس په توګه وټاکل شي.
دغه فدراسیون په نړیوالو سیالیو کې څلور د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ګټلي او په ۲۰۱۱ کال کې یې د کرواسیا په اتلولیو کې د ګډون له لارې دویم مقام ګټلی.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د بدني روزنې او سپورت د عمومي رئیس په وړاندیز او د جمهور رییس د حکم په پڼست د روان هجري لمریز کال په لړم میاشت کې د تیک وان دو ملي فدراسیون په مرکز کابل کې پرانیستل شو.