خبرتیا!

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۰
خبرتیا!

د غزني ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د عصریې د وېش پر دوام، سبا دوشنبه د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٧مه نېټه د غزني ولایت ملي لوبغاړو، روزونکو او مرستیال روزونکو د عصریې وېش ترسره کېږي.

د یاد ولایت د ملي لوبډلو ورزشکاران، روزونکي او مرستیال روزونکي دې د عصریې د اخیستلو لپاره له اصلي تذکرې او اصلي هویت کارت سره د دوشنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٧مه نېټه د ماسپښین په ١:٠٠ بجه د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت ته مراجعه وکړي.

یادښت: د یادونې وړ ده چې په غزني ولایت کې د عصریې وېش یوازې د یوې ورځې لپاره ترسره کېږي.

درنښت

د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۵۵
Background image

د غزني مرکز کې د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۱۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۵۲
Background image

د غزني مرکزکې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ وشوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د قوت الرمي ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۲۳:۵۰
Background image

غزني؛ ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال B ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال B ګروپ سیالۍ پای ته ورسېدې، چې یوه. . .

BACK TO NEWS