د غزني مرکزکې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ وشوې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د قوت الرمي ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۲۰ تنه د غزني قوت الرمي منتخبې لوبډلې ته د وټاکل شول.
د یادو سیالیو موخه د غزني ولایت د قوت الرمي منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل و.
