ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبدلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د جمال ناصر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جمال ناصر لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې صدیق لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
