تخار: درقد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پایله کې ۵۰ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د خلکو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې دوې ورځ يې دوام وکړ.
