کابل؛ د رزمي ورزشونو فدراسيون ۹۰ روزونکو ته د اسلامي روزنې درې ورځنی روزنيز سمينار پيل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۰
کابل؛ د رزمي ورزشونو فدراسيون ۹۰ روزونکو ته د اسلامي روزنې درې ورځنی روزنيز سمينار پيل شو

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت ۹۰ روزونکو ته د «اسلامي روزنې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنيز سمينار د المپيک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې پيل شو.

په دغه سمينار کې به د رزمي ورزشونو د فني او مسلکي مرستيال استاد شاکر صابري له لوري برخه اخیستونکو روزونکو او استادانو ته د اسلام له نظره د روزنې اصول او د روزونکو او استادانو د مسؤلیتونو موضوعات په بشپړ ډول تشريح شي.

د دې سمينار د پيل پر مهال د هېواد ورزش ادارې د المپيکي چارو رئيس داد محمد پاينده اختري، خوښې وښوده، چې په دغه ډول برنامه کې چې د هېواد د ورزش د ودې او پرمختګ لپاره گټوره ده، گډون کوي او زیاته يې کړه، چې استادان او روزونکي بايد د خپلو شاگردانو په تربيه کې زيات کوښښ وکړي او د خپلو شاگردانو د روزنې پر مهال ټول اړخونه په نظر کې ونیسي، تر څو په راتلونکي کې دغه ورزشکار د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.

د ويلو ده، چې ياد سمينار د روزونکو په اسلامي روحیې د سمبالښت او د اسلام له نظره د روزنې پر اصولو د پوهیدو په موخه د هېواد د ورزش ادارې د المپيکي چارو رئیس داد محمد پاينده اختري، د رزمي ورزشونو رئيس استاد عبدالواسع قیومي او استادانو په شتون کې پيل شو، چې په پيل کې يې د قرآن عظيم الشان ختم هم ترسره شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۸:۳۲
Background image

د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د افغانستان پلازمېنه کابل د هېواد یو له ګڼ مېشتو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر وګړي یې، په ځانګړې ډول ځوانان یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو د ځوانانو په څېر له ورزش سره د خاصې مینې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۸:۲۷
Background image

له بده مرغه پاک.ستاني پوځي رژیم د خپلو جنایتونو په دوام، تېره شپه په کابل کې د روږدو ناروغانو ۲۰۰۰ بستریز روغتون بمبارد کړ، چې په دغه پېښه کې نږدې ۴۰۰ بې ګناه عام ناروغان په شهادت ورسېدل او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

له بده مرغه پاک.ستاني پوځي رژیم د خپلو جنایتونو په دوام، تېره شپه په کابل کې د روږدو ناروغانو ۲۰۰۰ بستریز روغتون بمبارد کړ، چې په دغه پېښه کې نږدې ۴۰۰ بې ګناه عام ناروغان په شهادت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۵:۱۲
Background image

له بېوزلي تر اتلولي؛ د موی تای اتل محمد یوسف جهانګیر

د افغانستان د موی تای ملي لوبډلې ځوان او هڅاند لوبغاړی محمد یوسف جهانګیر د هغو ورزشکارانو له ډلې څخه دی، چې د ژوند له سختو شرایطو سره- سره یې د بریا لاره خپله کړې او په خپلو نه ستړې. . .

BACK TO NEWS