د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۸:۳۲
د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د افغانستان پلازمېنه کابل د هېواد یو له ګڼ مېشتو ولایتونو څخه دی، چې زیات شمېر وګړي یې، په ځانګړې ډول ځوانان یې لکه د هېواد د نورو ولایتونو د ځوانانو په څېر له ورزش سره د خاصې مینې له امله په مختلفو ورزشي رشتو کې ورزش ترسره کوي او د دې ولایت په بېلابېلو کلبونو کې پر تمریناتو بوخت دي.

د دغه ولایت د ورزش ریاست د تېر په څېر په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې هم ورزش ته ځانګړې پاملرنه کړې او په دغه برخه کې یې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ملاتړ، همغږۍ او همکارۍ غوره ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي او د بېلابېلو مناسبتونو په ترڅ کې یې زیات شمېر سترې او وړې ورزشي برنامې جوړې کړې دي، چې په زرګونه ورزشکارانو او مینوالو پکې برخه اخیستې او دغه سیالیو ته یې په خپل شتون سره ښکلا ورکړې ده، چې ګډون یې موږ ته د ورزش سره د دوی مینه او علاقه ثابتوي.

په یاد ولایت کې خلک له ورزش سره بې کچې مینه لري او زیات شمېر کوچنیان، نوي ځوانان، ځوانان او لویان، د خپلې خوښې ورزش یا ترسره کوي او یا یې هم لیدو ته کښېني او خوند ترې اخلي.

د کابل ولایت ځوانان له والیبال، کرکټ، فوټبال، فوټسال، تکواندو، رزمي ورزشونو، بدن ښکلا، ووشو، پهلوانۍ او نورو... ورزشونو بوخت دي او د خپل روغ صحت لپاره پکې تمرینات او سیالۍ ترسره کوي او ورزش یې د خپل ژوند یو له ارزښتمندو توکو څخه ګڼلی دی.

په کابل کې د بېلابېلو فدراسیونونو (۵۰) استاوزلۍ فعالیت لري او د بېلابېلو ورزشي رشتو په(۸۰۰) کلبونو کې شاوخوا ۴۰۸۴۲ ورزشکاران پر تمریناتو بوخت دي.

په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د کابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري (۱۰۱) المپیکي، غیر المپیکي او د دودیزو ورزشونو، ورزشي برنامې جوړې شوې دي، چې ۹۰ یې په مرکز او ۱۱ یې بیا په ولسوالیو کې دایرې شوې، دغه راز ۴۷ یې المپیکي او ۵۴ نورې یې غیر المپیکي او دودیزې برنامې دي.

همدارنګه په دغه ولایت کې ۴۰ تنو ته د فولرزم سمینار، ۱۵۰ تنو ته د رزمي ورزشونو سمینار او ۳۰ تنو ته بیا د کانګ‌فو سمینار د دوی د مسلکي پوهې د لوړتیا لپاره جوړ شوي دي.

دا چې د دغه ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، وخت نا وخت پکې لویې او کوچنۍ ورزشي جشنوارې او سیالۍ جوړېږي، چې د دې ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ۱۰۰ تنو ترمنځ د یوني فایټ سیالیو، د دې ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالیو، په استالف ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالیو، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ۱۵۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالیو، د المپیک بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د ۱۳۵ کانګ‌فوکارانو ترمنځ د کانګ‌فو سیالیو، او دغه راز د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالیو د ترسراوي یادونه کولی شو، چې د سلګونو ورزشکارانو او زرګونه نندارچینانو په ګډون ترسره شوې دي.

په کابل ولایت کې پر والیبال، فوټسال، فوټبال، بوکسینګ، تکواندو‌، پهلواني، رزمي ورزشونو او دودیزو لوبو سربېره نور ورزشونه هم ځانته مینوال او ورزشکاران لري، چې وخت نا وخت یې د بېلابېلو ورزشي رشتو سترې او کوچنۍ سیالۍ دکابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري برابرېږي او ګڼ شمیر ورزشکاران او مینوال پکې برخه اخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS