سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې له ۱۴ کلنو کم عمره نویو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۳
سمنگان؛ مرکز ايبک ښار کې له ۱۴ کلنو کم عمره نویو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سمنګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره نویو ځوانانو د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې ظفر لوبډلې خپلې سیالې صلح لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او استعدادونو ته وده ورکول و، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۴۳
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپې ولسوالۍ په دالي کلي کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش شپنۍ آزادې سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۳۸
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۳۵
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS