تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پایله ۴۰ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
