ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزمې او ورزش ریاست لهړلوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چهاردهي زمریانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېده.
د یادو سیالیو پایلوبه کې چهاردهي زمریانو لوبډلې له خپل ١٦٠ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١٥ منډو په توپیر یې خپلې سیالې چهاردهي ستورو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
