هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې میوند اتلانو لوبډلې د درې پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې کلیوال ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
