ننګرهار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اصیل لوبډلې د ۹ په ۴ ګولونو په توپیر خپلې سیالې سهاک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ننګرهار په کچه د فوټسال غوره لوبډلې ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
