لغمان؛ د حسين آباد ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د شاهين ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قرغيو ولسوالۍ په حسين آباد کلي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ ټورنمنټ د شاهين ملنگ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو پايلوبه د شاهين ملنگ او مزمل لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه مزمل لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف کېښود، په ځواب کې شاهين ملنگ لوبډلې ياد هدف په ۸م اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د ۹ ویکټو په توپير وگټله.
د يادو سياليو موخه د غوره لوبغاړو موندل و، چې شاوخوا ۴۵ ورځې يې دوام وکړ.
